
۲۱– کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر
امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل کې د غلا په تور د ۲ مشهورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نیول شویو کسانو د ښار په بېلابېلو سیمو کې له خلکو د پیسو، موټر سایکلونو او ځینې نورو توکو غلاوې کولې چې د امنیتي ځواکونو له لوري لاس په لاس ونیول شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادو کسانو دوسيې به تر څېړنو وروسته اړندو ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو پرون هم په کابل ښار کې ۷ تنه د غلا په تور نیولي وو.
افغانمل