فرهنګ

پوهنياره سيده مژګان مصطفوي: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرمندانو ملاتړ کوي

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه  :
د غلام محمد ميمنه ګي د هنري  زده کړو د آمريت د زده کوونکو د هنري آثارو نندارتون نن په هنرستان رياست کې جوړ شو.
دغه نندارتون د دغه آمريت د اتلسو تنو زده کوونکو د فراغت په مناسبت  جوړشوى دى.
په دې نندارتون کې د زده کوونکو د انځورګرۍ، ميناتورۍ، خطاطۍ او د لاسي صنايعو١٢٠ ډول ډول آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري، مالي او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛  خبرې وکړې او ويې ويل چې په تيرو څو کلونوکې د هنر برخې ته پاملرنه نه ده شوې .
دې زياته کړه چې د يوه هېواد ټول ارزښتونه د هغه په هنر پورې تړلي دي. ترهغه پورې چې دغه ارزښتونه درک نه شي؛ افغانستان به بريالى نه شي.
پوهنيارې مصطفوي څرګنده کړه چې هنرمندان له زياتو ستونزوسره لاس او ګريوان دي؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هلې ځلې کوي چې د توان تر پولې پورې د هنرمندانو ملاتړ وکړي.
د ملي امنيت شورا فرهنګي سلاکار نجيب الله منلي په خپلو خبروکې د حکومت کمه پاملرنه له هغو عواملو څخه وبلله چې د دې سبب شوې ترڅو په افغانستان کې د هنر صنعت وده ونه کړي.
ده وويل چې د حکومت د ملي عوايدو په سلوکې صفر اعشاريه درې په هېوادکې په فرهنګ لګول کيږي چې دا ډير لږ دي.
منلي وويل چې د هېواد د فرهنګ د ودې لپاره بايد د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت لپاره زياته بودجه په پام کې ونيول شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرستان رئيس محمد هاشم شارق په دې غونډه کې خبرې  وکړې او ويې ويل چې په هېوادکې دفرهنګ  دبډاينې لپاره د دې اړتيا ده چې هنرمندان وهڅول شي.
شارق زياته کړه: همدا اوس په دغه رياست کې ٣١٤  تنه  د هنر په زده کړې بوخت دي چې  ١٧٤ تنه يې نجونې دي..
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته