خبرونهامنیت

په کابل کې ۲ تنه د غلا په تور ونیول شول

 کابل، د مرغومي۱۴مه، باختر

امنيتي مسوولینو په پلازمېنه کابل کې ۲ تنه د غلا په تور نیولي دي.

د کابل امنيې قومندانې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه یو تن یې بهر هېوادونو ته تلونکي افغانان نیول او له کورنۍ څخه به  یې د پیسو غوښتنه کوله، چې د امنیتي ځواکونو له لوري لاس په لاس له ۳ زره ډالرو سره یوځای ونیول شول.

سرچینې زیاته کړه، چې دویم نیول شوي کس له صرافۍ څخه یې ۶۰۰ زره افغانۍ غلا کړې وې او امنیتي ځواکونو له لوري څو ورځنیو هڅو وروسته ونیول شو.

د یادونې وړ ده دوسیې به یې تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا