خبرونهامنیت

په کابل کې ۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونيول شول

کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر
د کابل د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبينو د ښار اړوند په پلچرخي سيمه کې ۲تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې نيول شويو کسانو غوښتل، چې له ننګرهار څخه کابل ته د یوه کرولا ډوله موټر په واسطه ۱۱ کیلو هېروین، ۱۱ لکه ۲۷ زره پاکستانۍ کلدارې او ۲۹ زره افغانۍ قاچاق کړي، خو د امنیتي منسوبینو له لوري لاس په لاس ونيول شول.
د سرچينې په وينا د نيول شويو کسانو دوسیې تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو پرون هم په پلازمېنه کابل کې ۱۴ تنه د غلاوو او تښتونو په تور نيولي وو.
افغانمل

.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا