خبرونهامنیت

په کابل کې ۳ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د تلې۱۴مه، باختر

د کابل امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو تن د قتل او دوه تنه نور یې د غلا په تور نیولي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې یاد کسان د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د سید نورمحمد شاه مېنې په سیمه کې نیول شوي دي.

د اتمې حوزې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وکیل احمد حافظ وايي، چې یو تن څه موده وړاندې د خپلو ملګرو سره یو دوکاندار وژلی و، چې اوس مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

د حافظ په خبره د قاتل د دوو نورو ملګرو د نیولو هڅې دوام لري.

په ورته وخت کې دوه تنه نور چې، د کابل په ښار کې به يې له خلکو څخه بایسکلونه او موبایلونه غلاکول د پولیسو له خوا لاس په لاس نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې هم یو تن د جعلي پیسو او دوه تنه نور د پاسپورټونو د کمېشن کارۍ په تور نیولي وو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا