امنیت

په فاریاب کې د دوو وسله والو طالبانو وژل کیدل .

میمنه  باختر د وري ۱۵ مه
د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو برید په شا وتمبول شو.
چارواکي وايي چې په دغه بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل تن ټپیي شوى دى .
د فاریاب ولایت د امینې قوماندانۍ د امنیت امر کریم یورش د باختر آژانس خبریال ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په قوزې سيمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې  برید وکړ.
و چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
خبر ځای زیاتوي چې په دې برید کې پولیسو او ملکي وکړو ته زیان نه دى اوښتی .پاى_ ځدران

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته