کابلباختر د لړم د مياشتې٢٠ نيټه :
د هند د وړيا مرستو دوه سوه شپږ اوويا متريک ټنه غنم نن د چابهار بندر له لارې هېواد ته ورسيدل.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه غنم په نيمروز بندرکې افغان لورې ته وسپارل شول.
په هغومراسموکې چې له همدې امله پرځاى شوي و؛ د نيمروز والي د هند د وړيا مرستوله امله د هرکلي په ترڅ کې وويل چې په نيمروز ولايت کې کورنيو او بهرنيو سوداګرو ته لازمې آسانتياوې برابرې شوې دي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست نصيراحمددراني د چابهار بندر د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان د پيوستون سيمه وبلله او ويې ويل چې د افغانستان له خلکو سره د هند وړيا مرستې ارزښتناکې دي او ويې ويل چې چابهار د افغانستان خلک د يو بندر له اړتيا څخه ژغورلي دي.
د ترانسپورت وزارت سرپرست محمد فريد طهماسي وويل چې له شک پرته د چابهار بندر د افغانستان او سيمې د خلکو لپاره ستر تجارتي او اقتصادي برياليتوب دى.
په کابل کې د ايران سفير محمد رضا بهرامي هم په دغو مراسموکې خبرې وکړې او ويې ويل چې ايران چمتو دى چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې لپاره په ټولو بندرونوکې اسانتياوې برابرې کړي.
دغه راز د هند سفير هم خبرې وکړې او ويې ويل چې هند د تجارتي او اقتصادي محدوديتونو د له منځه وړولو لپاره هلې ځلې کوي چې موجودې ستونزې لرې شي.
په ملي شورا کې د نيمروز د خلکو استازې فريدې په خپلو لنډو خبروکې د افغانستان له خلکو سره د هند او ايران د مرستو له امله مننه او قدردني وکړه.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل