(PS)خبرونه(PS)امنیت

په کابل کې ۳ تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۳ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې یاد کسان د ښار اړوند د ۷مې امنیتي حوزې د منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې نیول شویو کسانو له یوه کور څخه پیسې، اجناس، جامې او ځینې نور توکي غلا کړي وو.

د کابل د امنیې قومندانۍ همدارنګه ويلي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا