خبرونهامنیت

په کابل کې ۳ تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل، د لړم ۱۸مه، باختر

امنيتي چارواکو په کابل کې د هغو ۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وسلوالو غلاوو کې يې شهرت درلود.

د کابل ښار د ۵ مې امنیتي حوزې جنايي مدیر مولوي قیوم الله بدري وايي، چې یاد کسان يې تېره شپه ناوخته هغه مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول، چې د قلعه کاشف په سیمه کې يې یوه هټیوال ته لار نیولې وه او غوښتل يې چې ویې لوټي.

د بدري په خبره له نیول شویو کسانو سره یو میل تومانچه او یو کرولا ډوله موټر هم نیول شوي دي.

نوموړي له کابل ښاریانو څخه غوښتنه وکړه، چې د امنیت د لا ټینګښت او ډاډمن کېدو په موخه دې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره همکاري لا ډېره کړي او د مشکوکې پېښې د لېدو په صورت کې دې د کابل د امنیې قومندانۍ ۱۰۰ شمېرې ته زنګ ووهي.

سرچینې زیاته کړه، چې د یادو کسانو دوسيې به تربشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، امنیتي ځواکونو د تېرو څو ورځو په لړ کې د ۱۳مې او ۱۹ مې امنیتي حوزو په مربوطاتو کې هم ۷ تنه د وسلوالو غلاوو او تښتوونو په تور نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي وو.

افغانمل

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا