خبرونهامنیت

په کابل کې ۳ کسان د غلا په تور ونیول شول

کابل، د لړم ۸ مه، باختر

امنيتي ځواکونو په پلازمېنه کابل کې ۳ کسان د غلا په تور نیولي دي.

دغه کسان د کابل ښار د ۵ امنيتي حوزې اړوند په خوشحال خان سیمه کې نیول شوي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ د ۵ مې امنیتي حوزې جنايي مدیر مولوي قیوم الله بدري وايي، چې نیول شوي، کسان، چې د موټر سایکلونو د غلا او کورنو د لوټلو په جرم تورن دي له ډېرې مودې راهیسې د امنیتي او کشفي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو.

بدري زیاته کړه، چې دغه کسان تېره ورځ په داسې حال کې ونیول شول، چې د خوشحال خان مېنې د سپین کلي په سیمه کې یې له یوه کور څخه موټر سایکل غلا کړی و او غوښتل يې، چې بل ځای ته یې ولېږدوي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې له نیول شویو کسانو سره یو عراده موټر سایکل هم لاس په لاس نیول شوی دی.

سرچینې له کابل ښاریانو څخه غوښتنه وکړه، چې د لاښه او ډاډمن امنیت د ټینګښت او جنايي پېښو د مخنیوي په موخه دي، له امنیتي او کشفي ځواکونو سره همکاري لا زیاته او د شکمنو کړونو او کسانو د ليدلو په صورت کې دې ژر تر ژره امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا