امنیت

دهرات ديو سيمه ئيز مشر دسپرلۍ په کاروان ديرغلګرو بريد .

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
په هرات ولايت کې نن  ديو تروريستي بريد له امله  څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
يو سيمه ئيز مخور ارباب قاسم  چې دپهلوانانو له کلي څخه  دکرخ دولسوالۍ مرګز ته روان و  دوسله والو کسانو له کمين سره مخامخ شو.
په دې پيښه کې دقادر په نامه ددغه مخور  يو ملګرى  وژل شوى دى .
دغه راز دغه ارباب  او دهغه  دکورنۍ  درې تنه نور غړي ټپيان شوي دي .
دهرات ولايت يو امنيتي مسوول  له باختراژانس سره په اړيکه کې  وسله وال طالبان  ددغه بريد  مسوول وبلل .
 ويل کيږي  يرغلګر  له بريد وروسته وتښتيدل  او دهغوى  دپيژندلو او نيولو لپاره  هلې ځلې دوام لري . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته