سیاست

جمهوررئيس غني : دډاراچوونې په وړاندې نړيوال غبرګون کفايت نه کوي

 کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٦ :
دکابل دبهير  غونډه  له ډار اچوونې سره  دمبارزې اودسولې دټينګښت په باب نن د جمهوررئيس  محمداشرف غني په وينا سره په کابل کې پيل شوه.
دباخترآژانس دخبرله مخې :
جمهوررئيس غني په دې غونډه کې په خپله ويناکې  د ډاراچوونې پرخلاف  دمبارزې په لاره کې  دملګروملتو دسازمان دڅلورو ستراتيژيکو برخو سره دافغانستان د ژمنې يادونه وکړه.
ده وويل  چې په  ٢٠٠٦ ميلادي کال کې دملګروملتو سازمان د ٢٨٨ ګڼه پريکړه ليک په تصويبولو سره له ټولو غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې په دوامداره ،څرګند او پياوړي ډول تروريزم وغندي.
موږ له دغه پريکړه ليک سره چې له ډاراچوني سره دمبارزې په لاره کې دملګر و ملتو سازمان  ستراتيژي ده  ژمن يو .
جمهوررئيس غني زياته کړه: دتروريزم  په وړاندې  دنړيوالې ټولنې له خوا غبرګون کفايت نه  کوي  او نړيواله ټولنه په ځينو حالاتو کې له دغې پديدې سره مناسبه روحيه نلري.
ده ټينګار وکړ چې  زموږ خلک دعدالت غوښتنه کوي په داسې حال کې چې تروريستانو دعدالت سپکاوى کړى دى.
جمهوررئيس اسلام ،سوله او اخوت وباله  چې دتروريزم  له پديدې سره پردى دى.
دغه راز په دې کنفرانس کې دبهرنيو چارو وزارت  سياسي معين  حکمت خليل کرزي په خپله مقدماتي وينا کې هيله څرګنده کړه چې دکابل دغونډې برخه وال دتروريزم دمخنيوي په لاره کې عملي هدفونه رامنحته کړي ځکه  ټول پوهيږي  چې تروريزم له پولو څخه تيريږي.
په دې غونډه کې دشلو هېوادونو او  ديوشمير نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته