
کابل، د کب ۲۵مه، باختر
امنیتي مسوولنیو په پلازمېنه کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۴ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان د ۸مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یادو کسانو کې ۲ تنه د قتل او ۲ تنه نور يې د اخلاقي فساد په تور لاس په لاس نیول شوي دي.
د کابل امنیې قومندانۍ همدارنګه ويلي، چې د نیول شویو کسانو دوسيې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل امنیتي ځواکونو پرون هم د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه تورن کسان او یوه اندازه نشه يي توکي نیولي وو.
افغانمل