
کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر
امنيتي سرچینو په کابل کې د غلا په تور د ۴ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ياد کسان د ۸مې امنیتي حوزې د منسوبینو له لوري نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې نیول شوي کسان یوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې له غلو سره تر وسله والې نښتې وروسته یو تن غل وژل شوی او څلور تنه یې نیول شوي دي.
د یاونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو پرون هم په پلازمېنه کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د کاروبار په تور نیولي وو.
افغانمل