امنیت

د مبايلو درې غله په کابل کې ونيول شول

کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
پوليسو نن درې کسان د کابل ښار له لسمې ناحيې څخه د مبايلو د غلا په تړاو ونيول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شوي کسان مرتضی، محمد مهدي او محمد شکيب نومېږي او د قلعه فتح الله د١٠سړک په ساحه کې هغه وخت ونیول شول چې غوښتل یې د وسلې په ګواښلو سره د کابل ښار د يو اوسېدونکي مبايل غلا کړي. د لسمې امنيتې حوزې پوليسو یاد کسان د تيښتې په وخت کې نيولي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته