خبرونهامنیتTOP

په کابل کې ۷ تنه خوارج ووژل شول او ۷ نور ونيول شول

کابل، د مرغومي ۱۴مه، باختر
مسولينو په پلازمېنه کابل کې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په پايله کې د ۷ تنو خوارجو د وژل کېدو او ۷ تنو نورو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې نن ناوخته د کابل ښار په قلاچې او شهدای صالحین سیمو کې د داعشي خوارجو پر پټن ځایونو عملیات ترسره شوي، چې په پايله کې يې ۷ داعشي خوارج وژل شوي او ۷ نور نیول شوي دي.
مجاهد همدارنګه زياته کړې، چې امنيتي ځواکونو نن په نیمروز ولایت کې هم ۲ تنه خوارج نيولي دي.
ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا