روغتیا

په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۱۷۰۳ ته ورسېد

کابل/ د غویي ٨ مه / باختر د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتوکې ۶۸ تنه په کووېډ – ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل: په هېواد کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۱۷۰۳ ته رسېدلی دی چې تراوسه د دغې ناروغۍ له امله په هېواد کې ۴۷ تنه مړه شوي او ۲۰۶ تنه نور روغ شوي دي. د مايار د څرګندونو له مخې؛ په کرونا ویروس د نويو پېښو زيات شمېر په قندهار کې ثبت شوی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راز ویلي دي چې کابل د ۴۷۴ پېښو په لرلو سره، د ولایتونو د جدول په سر کې دی او له کابل وروسته هرات هغه ولايت دی چې په کرونا ويروس زيات اخته کسان لري. دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت مسوولينو په وار وار خبرداری وکړی دی چې په څو راتلونکو اوونيو کې به وضعيت ډېر خطرناک شي او له خلکو څخه يې وغوښتل چې روغتیايي لارښوونو ته جدي پام وکړي او په خپلو کورونو کې دې پاتي شي. ختم/وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته