
کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر
امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۷ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې یاد کسان د ښار اړوند د ۲مې امنیتي حوزې د منسوبینو له لوري نیول شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د یادو کسانو له ډلې څخه ۲ تنه يې د فرېب کارۍ، ۲ تنه يې د ۴۷ زره افغانیو د غلا او ۳ تنه يې د موبایلونو د غلا په تور نیول شوي دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ همدارنګه ويلي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو پرون هم ۷ تنه د غلا په تور نیولي وو.
افغانمل