خبرونهفرهنګټولنه

په غزني کې د مسلمانانو لومړنی جومات بیا رغول کېږي

کابل، د وري ۸مه، باختر
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې د باباجي تاریخي جومات چې په دغه ولایت کې د مسلمانانو لومړنی جومات و د آغا خان کلتوري بنسټ له لوري بیا رغول کېږي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار په غزني کې د دغه تاريخي جومات د بيارغونې په برخه کې د آغاخان فرهنګي بنسټ د کارونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د دغه تاريخي جومات اداري او تخنيکي پړاوونه بشپړ شوي او د روژې له مبارکې مياشتې وروسته به يې د بيارغونې چارې په عملي توګه پيل شي.
د هغه په وينا، د باباجي تاريخي جومات تېر کال د دغه فرهنګي بنسټ له خوا له طبيعي پېښو څخه د ساتنې او د نړېدو څخه د مخنيوي په موخه د استکحام چارې ترسره شوې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخي آبداتو عمومي رياست انجنيرانو په غزني کې د دريو تاريخي آبداتو د بيارغونې په موخه سروې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته