خبرونهټولنه

مسوولين: ډېر ژر به ننګرهاريان برېښنا ته لاسرسى پيدا کړي

کابل / د لیندی ۴ مه / باختر
په نږدې راتلونکي کې به د ننګرهار ټول خلک له برېښنا څخه ګټه واخلي.
مسوولين وايي چې د څو پروژو په ترسره کولو سره ټاکل شوې ده په ننګرهار کې د برېښنا د توليد کچه لوړه شي او ټول خلک به هغه ته لاسرسى پيدا کړي.
همدا اوس د ننګرهار د برېښنا د پنځمې دستګاه د بيارغاونې کار دوام لري.
له دې دستګاه څخه په استفادې سره ٢٠ ميګاواټه نوره برېښنا به د ننګرهار د برېښنا رسونې شبکه کې شامله شي.
دغه راز له کابل څخه ننګرهار ته د برېښنا د لېږدونې لپاره کار دوام لري.
دغه پروژه په ٤٠ ميليونه ډالره لګښت ولري چې د حکومت او مرستندويو بنسټونو له خوا ورکول کېږي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د درونټې برېښنا بند د بيارغاونې او سمبالولو کار دوام لري.
د ننګرهار برېښنا شرکت يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې له دغو پروژو څخه په ګټې اخيستنې سره برېښنا د ننګرهار ټولو سيمو ته غځېږي او د برېښنا د پرچاوۍ مخه نيول کېږي.
د ننګرهار د برېښنا شرکت دغه مسوول وايي چې ډېر ژر په دغه ولايت کې د برېښنا پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.
ننګرهار د هېواد له تودو ولايتونو څخه دى چې په دوبي او ژمي کې برېښنا ته اړتيا لري.
په افغانستان کې د انرژۍ د توليد د کچې ټيټوالى او ننګرهار ته د وارداتي برېښنا لږه رسونه د دې سبب شوې ده چې دغه ولايت د هېواد د پايتخت په شان د برېښنا له کمښت سره مخ او خلک يې د زياتو پرچاويو شاهدان وي.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته