ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابلباختر داسد٩
دافغا نستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزيرډاکتر زلمي رسول له خوا د ايټاليادبهرنيو چارو د وزير په نامه د ډاډ ګيرنې پيغام ليږل شوى دى.
دبهرنيوچارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:په پيغام کې ويل شوي دي:
په دې وسيله دمسافروړونکى ب س موټر دچپه کيدو د زړه بوږنونکې پيښې په خاطر چې په دې وروستيو وختوکې ستاسو په هيوادکې رامنځته شوه او له امله يې د ايټاليا جمهوريت يوشمېر اتباع ووژل شول او يوشمېرنورټپيان شول، دخپلې ژورې خواخوږۍ او خواشيني مراتب تاسو او ستاسو له لارې دقربانيانو کورنيو ته وړاندې کوم.
په داسې حال کې چې ځان په دې ستر غم کې له تاسو سره شريک بولم؛ يوځل بيا ددغې زړه پوږنوونکې پيښې پاتې کسانو ته د ډاډ ګيرنې په څرګندولو سره دصبر او زغم هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته