
کابل، د وري ۱۴مه، باختر
د کابل امنیتي مسوولینو د جعل کارۍ په تور د ۳ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ۳مې امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو درې تنه د جعل کارۍ په تور نیولي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې نیول شویو کسانو به د پیسو په بدل کې خلکو ته د دولسم ټولګي جعلي اسناد او نکاح خطونه جوړول، چې د امنیتي ځواکونو له لوري لاس په لاس ونیول شول.
سرچینې زیاته کړې، چې د نیول شویو کسانو دوسيې به له څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
افغانمل