سیاست

دمشرانوجرګې رییس فضل هادی مسلم یار دسوادګرۍ خونو له مرستیال سره وکتل

کابل باختر د غويي د مياشتې ٢٦ مه
دمشرانوجرګې رییس فضل هادی مسلم یارنن دهیواد دیوشمیرسوداګرو ستونزې دسوادګرۍ خونو له مرستیال سره وڅیړلې.
پدې ناسته کې چی دملی شورا یوشمیرغړوهم ګډون درلود، دمشرانوجرګې رییس دخپلوخبروپه ترڅ کې هیله څرګنده کړه  چی حکومت اواړونده ادارې دې دسوداګرولپاره دمالیې په کمولو،دډاډمن امنیت په برابرولو،دصنعتی پارکونو دجوړولو اونوروستونزودحل په لاره کي اړین ګامونه پورته کړي چې له یوې خوا به په هیواد کي دننه دپانګونې لپاره لیوالتیا زیاته  شي اوله بله پلوه به هیواد والوته کاري فرصتونه رامنځ ته شي اوهمدارنګه یې دننګرهارولایت د دووتنوملی سوداګرو حقوقی ستونزې دسوداګرۍ خونې له مرستیال سره مطرح اوتاکید يي وکړچی ددې موضوع دحل په موخه دې خپلې هڅې ګړندی اوله اجرااتوڅخه دې دمشرانوجرګې مقام ته رپوټ ورکړي.
فضل هادی مسلم یاردخپلوخبروپرمهال دهیواد دسوداګروڅخه وغوښتل داچې دروژې مبارکه میاشت مخ په رسیدو ده اودهیوادوال له کمزوري اقتصادي وضعیت سره مخ دي،باید دخوراکي توکو دبیو له لوړوالي اواحتکارڅخه مخنیوی وشي اودبې وزلو په لاس نیوي کې دې خپلې هڅې نه سپموي، دمجلس رییس دخپلوخبروپه دوام څرګنده کړه چې دسوداګرو پرمخ پرتې ستونزې به دیوې بیلې ناستې په ترڅ کې دامنیتی اواقتصادي سکتورونو دچارواکوسره  شریکې کړي.
دافغانستان دسوداګرۍ خونو مرستیال دخبروپه مهال ژمنه وکړه چی ددې ادارې اړوند دسوداګرو دستونزوپه حل کې به  لازمه پاملرنه وکړي اوهم به دخپلواجرااتورپوټ مشرانو جرګې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته