نړۍ

په هندي کشميرکې د مظاهرو له امله يوولس تنه ووژل شول

نوي ډيلي  باختر د چنګاښ شلمه :
د هند ترکنترول لاندې کشميرکې د يوې بيلتون غوښتوونکې ډلې د مشر د وژل کيدو پرخلاف په اعتراض کې د زرګونو تنو په مظاهروکې ١١ تنه ووژل شول او ٢٠٠ تنه نور ټپيان شول .
د فرانسې خبري آژانس د هندي مقاماتو له خولې خبر راکړ:
په زرګونو تنه دکشمير په سيمه کې واټونو ته راو وتل او د هند د پوليسو له خواکونوسره يې په نښتې لاس پورې کړ .
د کشمير يوه امنيتي مقام خبريالانو ته وويل چې لس تنه اعتراض کوونکي د حکومتي ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي او يواعتراض کوونکى هم په سيند ګوټي کې ډوب شوى دى .
  د کشمير د روغتيامسوولينو هم خبريالانو ته اعلام وکړ چې څه ناڅه ١٠٠تنه تپي اعتراض کوونکي چې ګولۍ پرې لګيدلې وې؛ روغتونونوته ليږدول شوي دي
د هند د امنيتي  مقاماتو د څرګندونوله مخې: په دغو نښتو کې دغه راز څه ناڅه ٩٠ تنه امنيتي ځواکونه ټپيان او  ٣ تنه نور بې درکه شوي دي.
د کشمير خلک د شنبې په ورځ د حزب المجاهدين د بيلتون غوښتوونکي ډلې د مشر برهان واني د وژل کيدو پرخلاف د اعتراض په توګه واټونو ته راو وتل او د پوليسو دريو مرکزونو او دوو دولتي ودانيو ته يې اور واچاوه .
د حزب المجاهدين د ډلې دوه ويشت کلن مشر برهان واني او دوه تنه ملګري   يې د هند له دولتي ځواکونوسره په وسله والو نښته کې وژل شوي دي .
هندي مقاماتو د واني مړى پرون سهار کورنۍ ته يې وسپاره او د سيمې خلکو دغه ځوان چې په پنځلس کلنى کې له حزب المجاهدين سره يوځاى شوى و؛ د يو اتل په توګه باله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته