
نړیوالې سرچینې، کابل، د وري۱۳ مه، باختر
د کاناډا پولیسو ویلي چې د اتو کسانو مړي یې د کاناډا- امریکا سرحد ته څیرمه په اوبو کې موندلي چې دوه یې ماشومان و.
د امریکا غږ راډیو د خبر له مخې؛ ویل کېږی دغو کسانو هڅه کوله په کښتۍ کې په غیر قانوني توګه له امریکا څخه کاناډا ته واوړي.
ویل کېږي دغه وژل شوي کسان د رومانیې او هند اتباع و او د یو ماشوم عمر تر درې کالونو ټیټ دی.
پولیسو ویلي مړي یې د عدلي طب د معایناتو لپاره لېږي چې د مړینې اصلي علت معلوم کړي.
\ ذ