فرهنګ

د فرهنګي همکاريو په پراختيا ټينګار وشو

کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې صافي نن په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت له فرهنګي مستشار (رایزن) سره په کتنه کې د فرهنګي همکاريو د پراختيا په باب خبرې اترې وکړې.
د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت فرهنګي مستشار رضا ملکي د دواړو هېوادونو په تېره بيا د همکاريو په تفاهم ليکونو د لاسليک کولو، د افغانستان په اسلامي جمهوريت کې د ايران د اسلامي جمهوريت د کتاب د نندارتونونو د جوړولو، په ايران کې د کتاب په نړيوال نندارتون کې د افغانستان د خپرونکو د ګډون، د فرهنګي جشنوارو د جوړولو، د روزنيزو پروګرامونو د ترسره کولو او دغه راز د ګرځندوى د همکاريو په برخه کې د تفاهم ليک د لاسليک کولو په خاطر د هلو ځلو په برخوکې د فرهنګي همکاريو او فعاليتونو په باب معلومات ورکړل .
دغه راز ده د دې ترڅنګ چې د ايران او افغانستان ترمنځ د فرهنګي اړيکو په ودې او پراختيا باندې ټينګار وکړ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ته بلنه ورکړه چې د اسلامي وحدت په نړيوال کنفرانس کې چې د اسلامي هېوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزيرانو په ګډون د روان کال په ليندۍ مياشتې په مشهد ښارکې جوړيږي، ګډون وکړي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په بېلابېلو برخو په تېره بيا  فرهنګي برخه کې د ايران د اسلامي جمهوريت همکارۍ ارزښتناکې وبللې، د فرهنګي ودې او د فرهنګي همکاريو د ودې او پراختيا په لاره کې د دغه وزارت پروګرامونه بيان کړل.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته