نړۍ

دشمالي کوريا پرخلاف دزياتو بنديزونو له لګولوسره دامنيت شورا موافقه .

نيويارک بي بي سي باختر د وږي د مياشتې  ٢٠  :
دملګروملتودسازمان امنيت شورا موافقه  کړې ده چې دشمالي کوريا  له پنځم او په ښکاره ډيرستر اټومي ازمايښت  وروسته ددغه هېوادپرخلاف نوي بنديزونه ولګوي.
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ : امنيت شورا  په هغې بيړنۍ غونډه کې چې پرون  له غرمې وروسته  يې په دې باره کې جوړه کړه ، دغه تصميم ونيوه.
دشمالي کوريا اټومي آزمايښت دبېلابېلو هېوادونو او بنسټونو غبرګونونه  راپارولي دي .
دا دشمالي کوريا پنځم اټومي آزمايښت واو خبر ورکړ شوى دى  چې  ددغه هېواد ډير ستر اټومي آزمايښت هم بلل کيږي.
اټکل کيږي  چې ددغې  چاودنې سختوالى  ددغه هېواد  له پخواني اټومي ازمايښت څخه دوه برابره  او دهغه اټومي بم له قدرت څخه  زيات وي چې امريکا  په دويمه نړيواله جګړه کې دهيروشيما په ښار وغورځاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته