کابل /دلېندۍ ٢١مه / باختر :
دننګرهار په لرو پرتو سيمو کې سلګونوکورنيو ته دڅښاک داوبو دتامينولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
ټاکل شوې ده په مومند درې ولسوالۍ کې داوبو رسولو ديوې شبکې په جوړولو سره دغه کورنى دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پيداکړي .
دننګرهار دمومند درې ولسوال نسيم شينواري باختراژانس ته وويل چې داوبو رسولو دغه شبکه دکورادمرستندوي بنسټ له خوا دڅلورو ميليونو او پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړېږي .
هغه وويل : داوبو رسونې ددغې شبکې په جوړولو سره څه دپاسه څلور سوه کورنى دننګرهار په ډيره لرې پرته سيمه کې دلومړى ځل لپاره دڅښاک پاک اوبو ته لاسرسي پيداکوي .
دمومند درې ددغې سيمې اوسيدونکي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه ژوند کوي داوبو رسولو دشبکې دجوړولوپه خاطر خوشحاله دي .
دوى وايي دغير روغتيايي اوبو داستفادې له امله تل په ناروغۍ اخته شوي دي
ختم_ ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل