امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په تخار کې ووژل شول .

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون په تخار ولايت کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
د تخار ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ددغه ولايت  په اشکمش  ولسوالۍ کې  دامنيتي او دفاعي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
ده څرګنده کړه چې تراوسه پورې  په اشکمش ولسوالۍ کې لس کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي . او د دغې ولسوالۍ دټولو ناامنو سيمو  دپاکولو لپاره عمليات دوام لري .    ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته