امنیت

د پوهنې وزارت په يوه ښوونځي دبمي بريد عاملين وغندل

 کابل باختر دوږي دمياشتې  ١ :
د پوهنې وزارت  دپکتيکا ولايت  ديوسف خيلو په ولسوالۍ کې  په يوه ښوونځي دبمي بريدعاملين چې پرون دښوونځي  ديوه  زده کوونکې دشهادت  اوددغه ښوونځي دمدير  اوددريوتنو زده کوونکو دټپي کيدو سبب  شو، په ډيرو سختو الفاظو سره  غندلى دى .
دباخترآژانس دخبرله مخې:  دپوهنې وزارت ديو پيغام په خپرولو سره ددغې  پيښې دعاملينودغندلو ترڅنګ ددغې پيښې دشهيد له کورنۍسره دډاډګېرنې او خواخوږۍ  مراتب  څرګند کړى دى او  دد غې پيښې ټپيانو ته يې دلوى  خداى  ج  له دربار څخه دبيا  روغتيا هيله کړې ده .
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي  هغه کسان  چې په زده کوونکو او دپوهنې په کارکوونکو بريدونه کوي  داسلامي لارښوونو  په باب  معلومات نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته