ورزش

دايرلند او افغانستان دکرکټ د ټيمونو ترمنځ وروستۍ لوبه سبا ترسره کيږي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
دهېواد دکرکټ ملي ټيم سبا خپله وروستۍ پنځوس اوريزه لوبه دايرلند د کرکټ له ټيم سره ترسره کوي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :دغه لوبه دواړو ټيمونو ته برخليک ټاکوونکې ده او ګټوونکى يې ددغو سياليو اتلوالي ترلاسه کوي.
دغه سيالۍ په هند کې دافغانستان په کوربه توب پيل شوې دي او تراوسه پورې له څلورو لوبو څخه دوه لوبې دافغانستان ټيم او دوه نورې دايرلند ټيم ګټلي دي.
مخکې له دې دهېواد دکرکټ ملي ټيم په دريو پرله پسې شل اوريزو سياليو کې دايرلند ټيم ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو اتلوالي يې وګټله.
دهېواد دکرکټ دملي ټيم لوبغاړي سبا لوبې ته تيارى نيسي او هيله کيږي چې ددغو سياليو اتلوالي هم وګټي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته