امنیت

يوه ډله وسله وال غله ونيول شول

کابل باختر دتلي يوولسمه :
د کابل پوليسو يوه ډله وسله وال غله د کابل ښار د دريمې ناحيې په مربوطاتوکې ونيول .
د کابل د ١٠١ آسمايي زون د قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په نيول شويوکسانو د لوټمارى، په مرګ د افرادو د ګواښولو او دکابل ښار د دريمې ناحيې د يوشمېر اوسيدونکو د ټپي کولو تور لګول شوى دى او له دوو ليږدونکو وسايطو سره نيول شوي دي .
د يوبل خبر له مخې:
د کابل پوليسو نن يوغل چې د کابل ښار د شاه شهيد په سيمه کې له يوه کور څخه يې يوه اندازه پيسې غلا کړې وې؛ ونيوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته