ټولنه

دملي شورا په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو د استازې ميرمن شهنازهمتي دمړينې له امله دجمهور رييس دمرستيال محمدکريم خليلي د ډاډ ګيرنې پيغام! په ژورې خواشينۍ اوخپګان سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هرات ولايت يوه منتخبه استازې ميرمن شهنازهمتي د ترافيکې پيښې له

کابل باختردجوزا١٣
دملي شورا په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو د استازې ميرمن شهنازهمتي دمړينې له امله دجمهور رييس دمرستيال محمدکريم خليلي د ډاډ ګيرنې پيغام!
په ژورې خواشينۍ اوخپګان سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هرات ولايت يوه منتخبه استازې ميرمن شهنازهمتي د ترافيکې پيښې له امله وفات شوې ده.
ميرمن همتي يوه فعاله او خدمتګاره ميرمن وه چې په دوو تقنيني دوروکې د هرات دخلکو له خوا د استازې په توګه انتخاب شوه. د دې نشتوالى د هيواد د استازو او خدمتګارانو ترمنځ په تيره بيادښځو دټولنې لپاره يوه ستره ضايعه بلل کيږي.
زه د دغې زړه بوږنوونکې پيښې له امله د هيواد ملي شورا، د هرات ولايت پتمنو خلکو او د ارواښادې کورنۍ ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوم. متوفا ته د د لوى خداى (ج) له دربارڅخه الهي غفران او رضوان او د دغې پيښې ټپيانو ته بشپړې روغتيا هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته