خبرونهټولنه

په کاپيسا کې د جکړو پرمهال ۱۲۹۳ ویجاړ شوي کورونه بیارغول کېږي

کابل، د لړم ۱۶مه، باختر

د کاپیسا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولسن وايي، چې د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د اوستا، NAC او PAN موسسو له لوري ۱۲۹۳هغه کورونه بیا رغول کېږي، چې د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوي وو.

د کاپیسا د کډوالو چارو رییس مولوي حمدالله شهید زاده حقاني د دې پروژې د پرانیستې پرمهال د باختر آژآنس خبریال ته وویل، چې په نجراب ولسوالۍ کې ۱۲۹۳ کورونه د نږدې ۳ میلیونو ډالرو په لګښت بیا رغول کېږي، چې له ډلې یې ۹۵۵مکمل وران شوي او ۳۳۸ جزئي تخریب شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغه کورونو باندې ۲ میلیونه، ۷۴۵ زره او ۱۰۱ ډالره لګښت راځي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې له خوا تمویلېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا