کابلباختر د اسد٢١
دملي امنيت د ادارې خبرځايونو د ترورستي فعاليتونو په تور د يوتاجکستاني تبعه په ګډون دنهو تنو د نيولو خبرورکړ.
د هغو ځانګړو عملياتو په بهير کې چې د خلکو په همکاري تر سره شول د ازبکستان د حرکت اسلامي په ډلې پورې اړوند يوتاجکستاني تبعه او اته تنه
نورد ترورستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ
په مربوطاتو کې ونيول شول .
له دوي څخه ديرش کيلو ګرامه هيروئين اوڅلويښت کيلوګرا مه چرس چې په يو پيکپ موټرکې ځاى پرځاي شوي و، له يوکلاشينکوف اويو ماين سره ترلاسه شول .
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې دطالبانو د ډلې د قوما ندان قاري عبدالفتاح له خوا جذب او وروسته دپيښوراو ميرامشاه په ښارونو کې له پوځي
زده کړو وروسته د ترو رستې او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو اود اشخاصو
د ترور ، لوټماري ، ماين ښخولو او ترورستي ډلو ته دپيسو د راټولولو ، د وسلو او مهماتو داکمالولو په مقصد د بدخشان ولايت مرکز او اړوندو ولسواليو ته استول شوي وو .
0 1 دقیقه لوستل