ورزش

افغان ورزشکاران داسيا دساحلي سياليو دريم پړاو ته چمتو کيږي .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه

  ټاکل شوې ده  په څو راتلونکو  ورځو کې دچين ولسي جمهوريت داسيا دلوى وچې دساحلي سياليو ددريم پړاو کوربه شي. دغه سيالۍ داسيا دالمپيک شورا  په نوښت دجون دمياشتې له  ١٣ نيټې څخه تر ٢٣ نيټې پورې دچين په شنګدونګ ښار کې ترسره کيږي .

 افغانستان چې داسيا دالمپيک  شورا يو موسس او فعال دى شپيته  کسيز کاروان دغو سياليو ته استوي .

 په دې کاروان کې  دواليبال ، هندبال ، فوټبال ، کبدي  ، باسکتبال او  دالوتنې ساحلي ټيمونه شامل دي .

 دافغانستان دورزشي کاروان مشر دالمپيک  دملي کميټې او د سپورت او بدني روزنې لوى رييس محمد ظاهر اغبر دى،   دهلمند والي ګلاب منګل  به دافغانستان دالمپيک دملي کميټې  دځانګړي ميلمه په توګه له دغه کاروان سره مل وي .

  دالمپيک ملي کميټه درې مياشتې مخکې په دغو سياليو کې دهيواد دورزشکارانو دفعال شتون لپاره تياري نيولى او ټول ټيمونه دخپلو ښوونکو تر نظر لاندې تمرين کوي .داعاشي اباتي او ورزشي  جامې اوبرخه والو  ته  دخاص  يونيفورم امکانات برابر شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته