امنیت

په بلخ کې د يو ښوونځى سل تنه نجونې مسمومې شوې

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ٢٤ :
دمزارشريف ښار په خراسان ليسه کې نن څه دپاسه سل تنه نجونې مسمومې شوې.
مسمومې شوې نجونې روغتون ته ليږدول شوې دي او همد اوس روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.
دبلخ ولايت دپوهنې رييس قيس مهر آيين باخترآژانس ته وويل: دغه نجونې له يوې سپتيک څاه څخه دخپرو شويو ګازاتو په علت چې ښوونځي ته څيرمه ده؛ مسمومې شوې دي. خو دمزارشريف په ولايتي روغتون کې يو روغتيايي کارکوونکى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ باخترآژانس ته وويل چې دغه پيښه دښوونځي په فضاکې د مسموونکو توکو د خپريدو زيږنده ده چې آثار او علايم يې  د زده کوونکو په  حالت کې ليدل کيږي.
ځينو مسمومو شويو زده کوونکو ويلې دي: کله چې ښوونځي ته ننوتو؛ خراب بوى  مو احساس کړ او وروسته بيهوښه شوو.
ويل کيږي چې تراوسه پورې دهيواد په ښوونځيوکې دسلګونو تنه زده کوونکي نجونې مسمومې شوې دي .
دپوهنې وزارت مقاماتو ويلي دي چې زياتره دغه پيښې په ښوونځيوکې د سپتيکو  څاګانو د ګازاتو د شتون زيږنده دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته