ټولنه

محمد کريم خليلي د لغمان له خلکو سره و کتل

کابلباختر د سلواغى ١٩ مــــــــــــــه

دلغمان ولايت يو شمير مشرا نو ، سپين .ږيرو ، جهادي شخصيتو نو اوعالما نو نن له غرمي وروسته دجمهور رئيس له مرستيال محمد کريم خليلي سره و کتل

دجمهوري رياست مطبو عا تي دفتر د باختر اطلاعا تي اژانس ته خبر ورکړ

په دې کتنه کې په ولسي جر ګه کې د لغمان د خلکو يو تن استا زي حاجى نقيب الله او ددغه ولايت د عالما نو شورا رئيس د نورو په استا زيتوب خبري و کړې اود لغمان ولايت داوسيدو نکو ځينې سيمه ييزي ستو نزي د جمهور رئيس له مرستيال سره  طرحه کړې

 ددوي دڅرګند ونو له مخې هر کال دپسر لۍ په لو مړيو وختو نوکې داوبو دڅپا نده کيدو په بهير کې د خلکو د زر ا عتي ځمکو يوه برخه تر اوبو لا ندي کيږي له دي ا مله د افغا نستان له دولت څخه يي وغو شتل چې ددغه ولايت د زرا عتي ځمکو د زيات زيانمن کيدو د مخنيوي په مقصد تد بيرو نه ونيسې

 دغوندي برخه والو دغه را ز دسيلاونو، درو غتيا يي مرکزونو ، اداري وا حد ونو اوپرمختيا يي بود جي د  کمښت ،د کله ګوش د بريښنا بند د جوړولو اوپه لغمان ولايت کې اساسي جوړښتو نو ته د پا ملرني په باب د خلکو د ستو نزو ياد ونه و کړه

د جمهور رئيس مرستيال د لغمان ولايت له قو مې مشرا نو او سيمه ييزو مخورو سره د کتنې له ا مله د خو ښي په څرګندولو سره ددغه ولايت داوسيدو نکو د ستو نزو د حل کولو ډاډ ورکړ او وي ويل چې له نيکه مر غه د لغمان ولايت خلکو د امنيتې مسووليتو نو د ليږد ونې په بهير کې له دولت سره ښه همکاري لرله

دجمهور رئيس مرستيال دخلکو زرا عتي ځمکو ته د زيات زيان درسيدو د مخنيوي په مقصد د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزارت او له پيښو سره د مبارزي ملي اداره مکلفه کړه چې په د ي باب لا زم تد بيرو نه ونيسې

ده دغه را ز څرګند ه کړه د بريښنا د بند جوړيدو او اساسي جوړ ښتو نو ته د پا ملرني په باب د لغمان د خلکو ستو نزې به د کا بيني په غونډه کې طرحه شي

د دغې کتنې په پاى کې د لغمان ولايت سيمه ييزو مشرا نو د جمهور رئيس مرستيال ته بلنه ورکړه په يو مناسب فرصت کې دغه ولايت ته سفر و کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته