سیاست

د وزيرانو شورا هماهنګۍ کميتې غونډه وکړه .

کابل باختر  دغبرګولي  دريمه :
  د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني  دوزيرانو دشورا دهماهنګۍ کميټې په غونډه کې چې نن له غرمې مخکې دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه   په هيواد کې دسراسري امنيت دتامينولو او دهيواد دجمهوري رياست ددويمې دورې دامنيت دتحقق لپاره دامنيتي مرکزونو دښه مديريت په برخو کې دامنيتي ځواکونو په زياتې  پاملرنې  ټينګار وکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه خپلې ټولې هلې ځلې  به دې ته متمرکزې   کړو چې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو په لومړي دوره کې دهيواد امنيتي ځواکونو له تجربو څخه په استفادې سره دانتخاباتو دويمه دوره هم له هر راز  چلنج سره له مخامخ کيدو پرته ترسره شي .
دوزيرانو شورا دهماهنګۍ کميټې په نننۍ غونډه کې ددفاع او دکورنيوچارو وزيرانو ، دملي امنيت لوي رييس او دسيمه ييزو ارګانونو د ادارې رييس دهيواد دامنيتي حالت او په تيره بيا  دطالبانو له شتون څخه دبدخشان ديمګان ولسوالۍ دپاکولو په لاره کې دامنيتي مرکزونو دعملياتو د نتيجو په باب په خپلو اړوندو مرکزونو رپوټونه  وړاندې کړل
ددغو رپوټونو له مخې دبدخشان ديمګان ولسوالۍ دطالبانو له منګولو څخه ژغورل شوې ده او نن دبدخشان والي او نورو مسوولينو دغې ولسوالۍ ته سفر کړى دى چې ددغې سيمې حالت له نږدې وڅيړي .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې په يمګان ولسوالۍ کې  په دښمن ځپنده  ګوزارونه شوي دي او ددوى ځواکونه ماتې وخوړل او تښتيدلي دي .
دوزيرانو شورا دهماهنګۍ کميټې په نننۍ  غونډه کې دهيواد دامنيتي مرکزونو مسوولينو په افغانستان کې دجمهوري رياست دانتخاباتو ددويمې دورې دامنيت دتامينولو په خاطر دخپلو ځواکونو دځانګړو تياريو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دجمهوري رياست ددويمې دورې دانتخاباتو لپاره ضروري پاڼې او وسايل دولايتونو مرکزونو ته رسيدلي دي .  او دهيواد ولسواليو ته دهغو دليږدونې  بهير هم دوام لري
دغه راز په نننۍ غونډه کې دهيواد دامنيتي حالت په اړوند تصميمونه ونيول شول او اړوندو مراجعو ته ابلاغ شول .
ديوبل خبر له مخې دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمي وروسته دبغلان ، سمنګانو، پروان او دکاپيسا دولايتونو  له يو شمير مشرانو سپين ږيرو او دروښانفکرانو او دافغانستان دساداتو دسولې دشورا له يو شمير مشرانو سره دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې  په جلا جلا توګه وکتل او خبرې يې ورسره وکړې
ددغو کتنو په بهير کې  چې په ملي شورا کې ددغو ولايتونو دخلکو يوشمير استازي هم حاضر و ددغو ولايتونو څو تنو مشرانو د خبرو په ترڅ کې دهغو ستونزو اومشکلاتو يادونه وکړه چې په خپلو سيمو کې ورسره مخامخ دي .
دوى دغه راز  دانتخاباتو په لومړي دوره کې دامنيت په تامينولو کې دافغانستان دامنيتي ځواکونو دوندې اخستنې قدرداني اويادونه وکړه او ويې ويل چې موږ دخپل ګران هيواد دامنيتي ځواکونو ملاتړ کوو .
په دې کتنو کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال په افغانستان کې دامنيت په تامينولو کې دهيواد دخلکو درغنده رول  يادونه وکړه  او ويې ويل  چې خلک  دنړۍ په ټولو هيوادونوکې نظامونو ته مشروعيت  ورکوي او دافغانستان خلک هم دهيواد دامنيتي ځواکونو ليکو ته دخپلو بچيانو په استولو سره په اوسني نظام کې خپل ځواک تسجيلوي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  هيله څرګنده کړه چې دافغانستان خلک  دجمهوري رياست  دانتخاباتو دلومړي دورې په شان دانتخاباتو په دويمه دوره کې په خپل پراخ او فعال ګډون سره زموږ دهيواد ددښمنانو توطيې او دسيسې شنډې کړې .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دخلکو دستونزو دحل کولو په برخه کې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا او دفوايد عامې وزيرانو ته لارښوونه وکړه چې ددغو ستونزو په ځيړنې سره رغنده  اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته