امنیت

يوه ښوونکې شهيده شوه

کابل باختر دليندي اته ويشتمه:
دپوهنې وزارت نن د ارزګان ولايت په مربوطاتوکې د يوې ښوونکې د شهادت خبر ورکړ .
په هغه پيغام کې چې دپوهنې وزارت له خوا باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي: په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هيواد او پوهنې دښمنانو د ارزګان ولايت په مرکزپورې اړوند د سروري دلومړني ښوونځي يوه ښوونکې ملالۍ شهيده کړې ده.
  په دغه پيغام کې د ارواښادې له کورنۍ او خپلوانو سره دپوهنې وزارت دمشرتابه هئيت د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند شوى دى او ويل شوي دي: ارواښادې ملالۍ په ١٣٨٩کال کې دپوهني په کاروان کې په شموليت سره هيواد ته دخدمت مقدسه لاره غوره کړه او په ارزګان  ولايت کې د علم او پوهنې د عامولو په مقصد يې ديوې تکړه ښوونکې په توګه کار او خدمت وکړ.
دې د خپلې کاري دورې په اوږدوکې د هيواد سلګونو تنو تنکيو ځوانانو او پيغلو ته د دين او پوهې لاره ور زده کړه.
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي چې د هيواد دښمنانو ملالۍ او د دې نندرور چې دپوليسو يوه افسره وه؛ په ظالمانه ډول شهيدانې کړې او له امنيتي ځواکونو څخه هم غوښتل شوي دي چې دپوهنې د ښوونکو او زده کوونکو د سرپه ساتنه کې هڅه او هاند وکړي او دملالۍ وژونکي دې دقانون منګولو ته وسپاري اومجازات يې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته