کابل باختردسلواغې پنځه ويشتمه :
په فارياب ولايت کې يوه شپيته کلنه ميرمن له هغه وروسته دزړه له دريدو سره مخامخه شوه چې دماين په چاودنه کې يې دخپلو دوو تنو لمسيانو دټپي کيدو خبر واوريد .
دفارياب ولايت د ګرزيوان ولسوال عبدالرزاق کاکړ دباختراژانس خبريال ته وويل طالبانو د سيمه ئيزو پوليسو ديو سرګروپ خان شيرين کور ته څيرمه ماين ښخ کړى و خو دپوليس دوه تنه ماشومان دماين ښکار شول .
ددغو ماشومانو نيا ددغې پيښې له کتنې وروسته دزړه له دريدو سره مخامخه شوه .
ټپيان دميمنې په ښار کې دافغان ترک روغتون ته وليږدول شوې او دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونوله مخې، ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ