امنیت

په ننګرهارکې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل/باختر/ د زمري٣٠مه
دوه تنه په ننګرهارکې د نشه يي توکو له انډيو سره ونيول شول.
دغه کسان په جلال آباد ښار او پچيراګام ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پوليسو د ځواکونو په عملياتوکې ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو دوو تنو
غوښتل لس کيلوګرامه چرس او اپين نامعلوم ځاى ته ولېږدوي.
د رارسېدلو خبرونوله مخې: نيول شويوکسانو د نشه يي توکو انډي په ماهرانه ډول په دوو موټروکې ځاى پرځاى کړي وو.
دغو کسانو د پوليسو په لومړنيو تحقيقاتوکې د نشه يي توکو د قاچاقو او پلورلو پر لسګونو مواردو اعتراف وکړ.
ختم- سعيده -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته