امنیت

د دوو ډلو طالبانو ترمنځ دجګړې له امله درې تنه ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٠
په هلمند ولايت کې دطالبانو د دوو ډلو ترمنځ دجګړې له امله له دواړو لورو څخه درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تيرماښام د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ دهلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې دخپل منځي اختلافونو له امله ونښته چې له امله يې دوه تنه له يوې ډلې او يو تن له بلې ډلې څخه ووژل شول.
ديادونې وړ ده چې طالبان دخپل منځي اختلافونو له امله له يوبل سره جګړې کوي چې له امله يې هغوى ته دسرزيان اوړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته