امنیت

اته سيم باکسونه او لس زره غيرقانوني سيمکارتونه په لغمان کې ضبط شول

کابل/باختر/ دچنګاښ ٧مه :                                                                             
د لغمان د ملي امنيت منسوبانو اته سيم باکسونه او لس زره غيرقانوني سيمکارته      په  دغه ولايت کې ضبط کړل.
د باخترآژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې ؛ د لغمان  والي محمد اصف ننګ پرون په يوه خبري ناسته کې  وويل ؛ د دغه ولايت  د ملي امنيت منسوبانو دمهترلام ښار په مربوطاتو کې دعملياتو په ترڅ  کې اته سيم باکسونه او دمخابراتي شبکو لس زره سيمکارتونه چې په غيرقانوني ډول ورڅخه استفاده کيده کشف اوضبط کړل .
د لغمان والي زياته کړه ددغې قضيې په اړوند يو کس نيول شوى او د نوروکسانو
دنيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
د لغمان دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ رييس محمد همايون شمس وويل ؛ له هرسيم باکس څخه په شپاړلسو مخابراتي سيمکارتونو کې ورڅخه استفاده کيده.                     پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته