کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
د بادغيس سيمه ييز مسوولين وايي چې په تېره يوه مياشت کې د قلعه نو ښار له بېلابېلو سيمو څخه ١٦٠ ليتره الکولي مشروبات کشف او ضبط کړي دي.
د بادغيس امنيه قوماندان شريف الله چمتو د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بادغيس پوليسو بريالي شول چې ددغه ولايت په ګوټ ګوټ کې د عملياتو په ترسره کولو سره ١٦٠ ليتره الکولي مشروبات ترلاسه کړي .
هغه وويل چې د دغو پېښو په اړوند څلور تنه نيول شوي چې له هغوى څخه تحقيقات دوام لري.
ختم- سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ