کابل باختردتلې د مياشتې ٥ :
په هلمند ولايت کې پرون د دريو چاودنو مخه ونيول شوه.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي اردو سرتيرو لښکرګاه ښار ته څېرمه درې ماينونه کشف او شنډکړل.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: طالبانوغوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره يولړ تروريستي بريدونه ترسره کړي؛ خو ناکام شول.