سیاست

جمهور رييس غني په نږدې راتلوونکې هند ته سفرکوي

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٧ :
جمهور رييس غني به په نږدې راتلوونکې کې د هند جمهوريت ته سفر وکړي.
دجمهوري رياست وياند اجمل عبيد عابدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې   جمهور رييس غني په نږدې راتلوونکې کې به د يو رسمي سفر لپاره هند ته  لاړشي. خو ښاغلي عابدي د دغه سفر دقيقه نيټه مشخصه نه کړه.
د جمهوري رياست وياند په داسې حال کې هندوستان ته د غني د سفر يادونه کوي چې هندي ر سنيو ويلي دي؛ ښايي د افغانستان جمهور رييس تر راتلوونکو لسو ورځو پورې هند ته سفر وکړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت دغه هېواد ته د ښاغلي غني سفر د کابل _ ډيلي په اړيکوکې د يو نوى فصل پيل بللى دى.
هندي مطبوعاتو دغه راز ويلي دي چې د افغانستان جمهور رييس به په هندوستان کې د استوګنې په موده کې د دغه هېواد د نړيوالو اړيکو په شورا کې وينا وکړي.
دا به هندوستان ته د افغانستان د جمهور رييس په توګه د ښاغلي غني لومړنى سفر وي.
افغانستان او هند د سنتي دوستانو په توګه ياديږي چې لرغوني اړيکې لري.
هند لومړنى هېواد دى چې له افغانستان سره يې د ستراتيژيکي همکاريو تړون لاسليک کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته