ټولنه

دماشومانو دتلفاتو په باب رپوټونه رد شول

کابل باختردسلواغې دمياشتي ١٨ :

دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت له پيښوسره دمبارزي  دتياري داداري مسوولينو په کابل ښارکې ترخيمولاندې ميشتو کورنيو دماشومانو دمړينې شمير ردکړ.

په دي وروستيو وختو کې يوشمير رسنيو  دهوا دسړښت له امله په دغو کورنيو پوري اړوند له پنځه کلني څخه ښکته  دڅه ناڅه شلو تنوماشومانو دمړينې خبر ورکړي و.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  دمهاجرينو دراستنولو دچارو  وزارت ويندوي اسلام الدين  جرات اوله پيښوسره دمبارزي دتياري داداري رييس ډاکتر دايم کاکړ نن په يوه خبري غونډه کې دغه رپوټونه ردکړل او ويې ويل  چې يوازي دوه تنه يو مياشتني او څلويښت ورځني  ماشومان او دغه راز يوه پنځه اتياکلنه ښځه په دغو کورنيو کې چې قمبر په څلور لاري  اودبګراميو نساجي په ساحه کې  ژوند کوي دناروغي له امله مړه شوي دي.

دوي له رسنيو چې  دمسلکې  اصل  درعايتولو په خاطر ديو اړخيزو خبرونو له خپرولو څخه  ډډه وکړي.

دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزارت ويندوى وويل دغي اداري يو هيئت موظف کړي دي چې موظف هيئت په خيمو کې دميشتو کورنيو  ترمنځ دشلو ماشومانو دمړينې  په اړوندکوم شواهد نه دي ترلاسه کړي اواړونده روغتيايي کلينيکونه هم هغه ردکړي دي .

جرات  وويل چې ددغه وزارت مشرتابه څوځلې  په  خيمه کې ميشتو کورنيو دحالت له امله  انديښنه څرگنده کړې ده او ددوي دستونزو داساسي حل کولو په خاطر هر اړخيز پروګرامونه وړاندې کړي دي .

ده وويل  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دکورنيو بې ځايه شويو په وړاندې دپاليسي دجوړولو اودمرستو دجلبولو  اوبيا ميشت کولو لپاره دهمغږي مسووليت لري اوپه دي برخه کې دافغانستان دملي پرمختيايي ستراتيژي دلارښووني له مخي عمل کړي دي.

ده وويل  تراوسه پوري  دبې ځايه شويو کسانو ته دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنري اوتيکا، ادرا ،  جرنم اګرواکشن  اوبوهنير موسسو په هيواد کې په دغو کورنيو لازمي مرستي ويشلي دي  خو ددغه وزارت مشرتابه  دغه مرستي ناڅيزي بللي دي  او ددوي دستونزو داساسي حل کولو په خاطر دمرستي غوښتنه کوي .

په دي خبري غونډه  کې دغه راز ډاکتر دايم کاکړ داړوندي اداري دفعاليتونو يادونه وکړه او ويي ويل له پيښو سره دمبارزي دتياري  اداره اوس تر خيمولاندې دميشتو کورنيو داړتيا په خاطر سروي پيل کړي ده او له دوي سره دخيمو په برابرولو اونورو اړتياو دبرابرولو په خاطر مرسته  کوي.

ده وويل   چې اته مليونه افغاني په هغو کورنيو  دويشلو په خاطر چې په بدخشان کې دواوري ښوئيدنې  له امله دخپل د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي دي ځانګړي کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته