ښوونه او روزنه

د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو ښځیه فارغانو لپاره د آسیا بنسټ د کار زده کړې خبرتیا

کابل باختر دکب  درې ويشتمه
د آسیا بنسټ د «په لوی څارنوالۍ کې د ښځو لپاره د زده کړو پروژه» تر عنوان لاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوي څارنوالۍ له پروګرام څخه چې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ښځینه فارغانو ته د کار زده کړې فرصتونه برابروي، ملاتړ کوي.
لوي څارنوالۍ هڅه کوي په دغه اداره کې د ښځینه کارکوونکو کچه ۱۷ سلنې ته لوړه کړي چې په دې اړه یې یوه لویه طرحه جوړه کړې.
یادې څارنوالۍ د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ښځینه فارغانو لپاره د کار زده کړې شپږ میاشتنی پروګرام په لاره اچوي چې په لاندې ولایتونو کې  ورته نوموړي فارغان مراجعه کولی شي ( وردک، ورزګان، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غور، بادغیس، سرپل، کونړ، لوګر، سمنګان، فراه، لغمان، کاپیسا، نیمروز او غور).
په دغه پروګرام کې د جذب لپاره فارغان د آسیا بنسټ او لوی څارنوالۍ له خوا د یوې رڼې پروسې له مخې ټاکل کیږي.
د دغه شپږ میاشتني پروګرام د پیل څخه د مخه زده کوونکي د یوې میاشتنې ټرینګ او د پروګرام په جریان کې یوې اونۍ ورکشاپ لپاره کابل ولایت ته راغوښتل کیږي. د کار زده کوونکو او محارمو لپاره یې د لارې او هستوګنې لګښتونه په پام کې نیول شوي. همدارنګه یادو کارزده کوونکو ته ټاکلی میاشتنی معاش هم په نظر کې نیول شوی.
د فورمونو ترلاسه کولو لپاره د یادو ولایاتو څارنوالۍ ریاست ته مراجعه وکړئ.
وروستۍ نیټه ۱۳۹۶/۱/۱۶ – ۲۰۱۷ /می/۴

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته