امنیت

په پکتيکا کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

ښرنه باختر د لړم د مياشتې ۲۴ مه
د پکتيکا ولايت په مټاخان او ارګون ولسواليو کې په دوو بېلابېلو نښتو کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي اويو پوليس ژوبل شوی دی.
د پکتيکا د۲۰۳ تندر پلې لوا قوماندان جنرال رحم دل دباختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې تېره ورځ د مټاخان ولسوالۍ اړوند د سورکي په سيمه کې د ملي پوځ په اکمالاتي کاروان بريد شوی.
رحم دل وایي چې د دغه بريد په پايله کې درې تنه وسله وال وژل شوي او د هغوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي .
هغه زياته کړه چې تر بريد مخکې د ملي پوځ سرتېرو درې ماينونه هم کشف او شنډ کړي دي.
هغه وايي چې په دغه نښته افغان امنيتي ځواکونو ته د سر کوم زیان نه دی اوښتی.
په ورته وخت کې د پکتيکا دامنيې قوماندانۍ وياند شامحمد ارين بيا وايي چې تېره شپه د دغه ولايت د اورګون ولسوالۍ اړوند د پيرکوتي په سيمه کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو وسله والو طالبانو ډله یيز بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې، په دغه بريد کې ۴ تنه وسله طالبان وژل شوي، يو تن پولیس ټپي شوی دي او وسله وال بريد په شا تمبول شوی دی.
هاخوا بيا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي نېک محمد وايي چې د پيرکوتې په پوستو تل د وسله والو طالبانو له لوري بريدونه کېږي اوکه افغان دولت دغې سيمې ته پاملرنه ونه کړي ډېر امکان لري چې سقوط وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته